له بایومتریک پرته ټاکنې د خلکو غوسه پارولې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه راتلونکې ټاکنې د بایومیټریک او ټیکنالوژۍ پر اساس ترسره شي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تازه پرېکړې له مخې دغه کار ناشونی دی.
د ټاکنو کمېسیون په یوه پریکړه لیک کې راغلي چې د وخت کموالي او ځینې نورو ستونزو له امله به په راتلونکو ټاکنو کې له بایومېټریک سیستم څخه ګټه وانخیستل شي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو سره هېواد له بحران سره مخ کوي.
بل پلو په داسې حال کې چې په پام کې وه د ثور میاشتې په ۲۶ نېټه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه پیل شي خو دغه بهیر هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د امینتي دلایلو له امله وځنډېد.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو کمیسیون دغه پړیکرې خلک او سیاستوال په غوسه کړي او د بایومتریک د تطبیق غوښتنه یې کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments