له ایران هره ورځ روږدي افغانستان ته راځي

comments 0

1291 Views

هندوکش – کابل: افغانستان ته له ایران څخه هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ روږدي کسان داخلیږي.
د نیمروز والي ویلي، هغه کسان چې له ايران څخه بیرته افغانستان ته راشړل کېږي، په دوى کې د ورځې له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې معتادين هم افغانستان ته راړول کېږي.
والي ویلي، نیمروز کې د روږدو د درملنې یو ځانګړی مرکز فعال و، چې اوس د اقتصادي کمزورۍ له امله په ټپه ولاړ دی او دوی د روږدو درملنه نه شي کوی.
ايران تر اوسه د افغانانو او د هغوى په منځ کې د روږدو کسانو د راشړلو په اړه څه نه دي ویلي.
د مالوماتو له مخې افغانستان کې د روږدو شمېر شاخوا درې نیم میلیونو ته رسیدلی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments