له ایران بیا د همکاریو غوښتنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: حکومت له ایران څخه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
اجرائیه ریاست د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرو په غبرګون کې ویلي، د امریکا او ایران په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له تازه هلو ځلو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان او سیمه کې نورې موخې لري او د سولې په برخه کې جدي نه ده.
اجرائیه ریاست وایي، جګړه د حل لاره نه ده او افغان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments