له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د بې سارې ملاتړ په پایله کې دعاشورا مراسم په سولییزه فضا کې تر سره شول / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

دا چې د اسلام او انسانیت دښمنان هیڅ ډول اسلامی او انسانی ارزښتونو ته درناوې نلري او تل هڅه کوي تر څو د خپلو ناوړو اهدافو تر لاسه کولو په موخه د یو لړ ترهګریزو کړنو په تر سره کولو سره زمونږ د ملتونو تر منځ قومي، ژبني، مذهبی او … تاوتریخوالی رامنځته کړي. دوي نه جوماتونو ته، نه تکایاو او نورو سپیڅلو ځایونو ته، نه روغتیایی مراکزو او نه هم ورته ټولګټو ځایونو ته درناوې لري، نو له دې امله په هرځای کې ترهګریز او وحشیانه بریدونه تر سره کوي. چې په همدې ترڅ کې داعش او طالب ترهګرو ډلو هڅه کول تر څو د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د عاشورا پر مراسم هم یو لړ بریدونه تر سره کړي، چې الحمدالله زمونږ د سرښندونکو او میړنیو امنیتي ځواکونو د عوامو خلکو د بې څارې همکارې له امله د دوي هر ډول شوم دسایس او توطیي شنډې او د عاشورا مراسم د ښو امنیتي تدابیرو له کبله نه یوازې په پلازمینې کابل کې بلکې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم په یوه ډاډ منه او سولییزه فضا کې تر سره شول، د دغو مراسمو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو سر بیره زمونږ عوامو خلکو هم پراخه ونډه درلوده او دا یې ثابته کړه که چیري خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار او له هغوي څخه ملاتړ وکړي، نو هیڅ ترهګره ډله که هغه طالب وي او که داعش او یا ورته بله ډله دوي به د افغان ولس آرامه ژوندانه ته هیڅ ډول زیان ونه رسوي. ځکه چې افغانستان په نړۍ کې د مذهبونو د وحدت غوره بیلګه ده، د شعیه او سني ترمنځ نه یوازې هیڅ ډول توپیر نشته، بلکې مونږ د یو واحد ملت په څیر د ژوند په ټولو برخو کې یو بل ته لاس او اوږه ورکړې او د یو بل په غم غمجن او پر ښادې یې خوشحاله یوو، چې ښه بیلګه یې د عاشورا په مراسم کې پرته له اهل تشیع څخه د اهل تسنن د خلکو بې څارې ګډون او حتی په دشت برچی سیمه کې د رسول اکرم(ص) جامع جومات ته د ولسمشر اشرف غنی تک او همدا رنګه د اجرائیه رییس په ګدون د یو شمیر دولتي چارواکو ته نور جامع جوماتونو او تکایاوو ته او په دغو مراسم کې د دوي ګډون دا په ډاګه کوي، چې هیڅ یوه افراطي او ترهګره ډله نشي کولي چې د افغانستان میړنیو ولسوونو، قومونو او مذهبونو تر منځ تاوتریخوالي او اختلاف رامنځته کړي.
هوکې قدرمنو هیوادوالو:
د محرم(عاشورا) په مراسمو کې زمونږ د ولسوونو یووالې او له امنیتي ځواکونو سره د دوي هر اړخیزو مرستو او ملاتړ دا په ډاګه کړه ، که چیري افغان ولس خپل یووالې، ورورولې وساتي او په ریښتیني توګه له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي نو هیڅ کله به هم طالب، داعش او ورته نورو افراطي او ترهګري ډلي ونه توانیږي چې زمونږ د خلکو آرامه ژوند له ګواښ سره مخ کړي او یا هم د خپلو ناوړو موخو لپاره زمونږ په منځ کې قومي، مذهبي، ژبني او … تاوتریخوالي ته لمن ووهي، بلکې تل به همداسې زمونږ د میړنیو خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ناکامه او شرمیدلي وي.

Share this page to Telegram

Comments