له امریکا سره سوله، له افغانانو سره جګړه / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره یو کال په قطر کې خبرې وکړې او بلاخره یوې پایلې ته نږدې شوي چې په اساس به یې طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي او پر افغانانو به بریدونه جاري وساتي.
تاسو ولیدل چې د سه شنبې په ورځ د کابل په قمبر څلور لارې کې د طالب ترهګرو یو ځناور انتحاري زموږ هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل چې مسوولیت یې طالبانو په ښکاره و نه منه.
همدا پېښه او همدا دریځ د طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف او د سولې او جګړې د طرفونو پيغام لري.
د طالبانو ځینې ډلې حاضر نه دي چې قطر کې د سولې خبرې پایله ورکړي او بیا دې بین الافغاني خبرې پيل شي.
له همدې کبله د طالبانو ځینې ډلې د سیاسي دفتر خلاف خپلو جګړو او بریدونو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو رسمی ادرس یې مسوولیت نه مني.
طالبان به هم جګړه جاري وساتي او هم به وایي چې موږ تاوتریخوالی کم کړی دی، طالبان به برید کوي، مسوولیت به یې نه مني او مسوولیت به یې پر نورو ډلو اچوي.
د طالبانو د جګړې شعار د اشغال ترنامه لاندې دی، خو اوس چې د قطر خبرې وشوې، نو بیا ولې د اشغالګرو پروړاندې جګړه بندیږي او له افغانانو سره جګړه جاري ساتل کیږي.
ایا اوس هم طالب سره د افغان وژنې کوم جوزا پاتې دی، پخوا به یې ویل چې اشغالګر دي، اوس چې په اشغالګرو سره هوکړې ته رسیږي، اوربند کیږي او یا تاوتریخوالی کمیږی، ولې پر افغانانو بریدونه دوام پیدا کوي.،
ایا د طالبانو جاهل جګړه مار به اوس هم د طالبانو د جګړې په پالیسې پوه نه شي چې ټول د پاکستان سپۍ ملیشه ده او جګړه یې هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده.
ښکاره خبره ده، خو که د طالب جاهل وسله وال یې ومني، هر څه ډاګیز دي، یواځې له خپلې شاوخوا سترګې اچول پکار دي، څه روان و؟ څه وشول؟ څه به کیږي؟ دا ټول شکاره دي خو که طالب وسله وال له خپلو مشرانو پوښتنه کړي.
همدا پوښتنه بس دی چې ځواب شي، طالب دې له خپل مشر وپوښتي چې تر نن مې خپل افغان ورور د دې لپاره وژه چې د اشغالګر دفاع یې کوله، یا وطن اشغال و، اوس یې ولې ووژنم، اوس خو بهرنیانو سره اوربند وشو، نو ولې افغانانو سره اوربند نه کیږي، ولې خپل منځ کې یو بل ووژنو.
امریکا خو به وځي، نن یا سبا، بیا به هم همدا جګړه دوام ولري، ځکه د طالبانو سیاسي او جنګي ډلو د دریځ ترمنځ ډير توپير شته.
جنګي ډلې هیڅکله نه غواړي چې د سولې د خبرو له لارې کابل ته دننه شي، هغوی غواړي د فاتحینو په څېر کابل ته دننه شي او کابل په زور ونیسي.
د پاکستان د ای اس ای مامورین چې د طالبانو په جنګي ډلو کې فعال حضور لري، هیڅکله سوله نه غواړي او په یوه نه یوه پلمه به جګړه دوام پيدا کوي او افغانانو په جامه کې پاکستانۍ ملیشې به د پاکستان د ګټو لپاره جګړه دوامداره وساتی.

Share this page to Telegram

Comments