له امریکا سره د سولې په خبرو بحث

comments 0

20 Views

هندوکش – کابل: اجرایه رییس کابل کې د امریکا سفیر سره کتلي او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

تیره ورځ عبدالله عبدالله کابل کې د امریکا سفیر جان باس سره کتلي او دواړو لوریو د سولې، ټاکنو او وروستیو تحولاتو خبرې کړي دي.

خو دا خبرې هم د قطر دفتر خبرو په څېر پټې دي او نه دي ویل شوي چې کومې پایلې ته رسېدلي دي او که نه؟

په دې وروستیو کې د قطر له دفتر امریکایي استازي له خپلو ټیمونو سره کابل ته راغلي او ځینې یې د راتلو په درشل کې دي چې دلته له افغان چارواکو سره وګوري او د وروستیو تحولاتو په تړاو سره خبرې وکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments