له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالب جګړې ثابته کړه چې د پنجاب ماموریت مخې ته وړي”

comments 0

13 Views

هندوکش ــــ کابل: د سیاسي چارو څارونکي وایي چې طالب له امریکا سره د توافق نه وروسته د افغانانو پرضد جګړې باندې ثابته کړه، چې د افغانستان د خلکو لپاره نه، بلکې د پنجاب ماموریت مخې ته وړي.
د سیاسي چارو شنونکی طوفان وزیري وايي چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو ته پکار نه وه چې د افغانانو پر وړاندې جګړه وکړي، خو اوس د طالبانو له جګړې ښکاره معلومیږي چې دا ډله د پنجاب لخوا ور سپارل شوی ماموریت مخې ته وړي.
مرجان هڅاند بیا پر افغانانو غږ کوي چې د خپل مشروع او په نړیواله کچه د منل شوي نظام پلوي وکړي. نوموړی زیاتوي:
“افغانانو چې هر وخت پر کابل د حاکم جمهوري او بنسټیز نظام پلوي نه ده کړې ښه ورځ یې نه ده لیدلې، اوس هم وینم چې ځینې ځینې د کابل پرځای د پنجاب د هېره منډایۍ سیاسي مسائیلو ته ډېرې څڼې اچوي.”
ښاغلی هڅاند وايي چې وسله وال طالبان هېڅ دیني او ملي ارزښت نه مني. “طالب نه د اسلام لپاره جنګیدلی، نه د ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره جنګیدلی دی، موږ باید د یوې پایداره سولې لپاره د نظام ملا وتړو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې وسله وال طالبان د ګڼو ملکي او بې ګناه کسانو مسؤل بلل شویدي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments