له القاعدې سره د طالبانو نه ماتیدونکې اړیکي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

د آمریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې یوه جنجالي مسله د القاعدې تروریستي شبکې سره د اړیکو پرې کول دي، طالبانو متحده ایالاتو ته ډاډ ورکړی چې دوي له القاعده شبکي سره اړیکي نه لري. مګر د ملګرو ملتونو ورویستي راپورونه ښیې چې د دواړو ډلو ترمینځ اړیکې دوامداه دي او اوس هم دوام لري. له طالبانو څخه تمه کیږي چې له متحده ایالاتو سره تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې هغه غوښتنې په ګوته کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هم پکې شامل دي، خو د امریکا متحده ایالاتو د تروریستي ډلو لکه د القاعده شبکي سره د اړیکو په پرې کولو او تاوتریخوالي په کمولو ټینکار کړی دی، یوه قضیه چې د افغان حکومت لخوا رد شوې د تاوتریخوالي کمولو پرځای یې د دایمي اوربند غوښتنه کړی ده. طالبانو له متحده ایالاتو سره د خپلو خبرو له پیل راهیسې او په بین الافغانی غونډو کې ښودلې چې د طالبانو ډله نوره هغه پخواني ډله نده چې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ وي، خو اوس لیدل کیږي چې طالبان په خپلو خبرو کې ریښتیني ندي او دوه مخې چلند کوي چې یو یې هم د دغې ډلي دوامداره اړیکي ساتل له ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه له القاعده شبکي سره دي. اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ولې دا اړیکي نه شلیدونکي او دوامداره دي؟
دې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره، باید یادونه وشي چې طالبانو قوي ایډیالوژیکي ارتباطي شبکه رامنځته کړې، او ډیری هیوادونه چې ګټې یې د طالبانو لید سره تړلي دي، ښه سلاکاران یې په لوړو امکاناتو سره د دوي په واګ کې ورکړی دي، چې د هغوي څخه په ګتي اخیستني دغه ډله کولی شي په سیاسی ناستو او په ځانګړی توګه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې ښه رول ولوبوي او خپلې اړیکي له ترهګرو ډلو سره وساتي. له القاعدې او ورته نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو نه شلیدونکي اړیکي په یوه هسته کې ریښي لري چې هغه هم د یوې نیابتي جګړي دوام د نورو د ګټو لپاره دی، نو ویلی شو چې طالبان ، القاعده او نورې تروریستي ډلې خپلواکه ندي او د نورو لپاره او دهغوي د ګټو لپاره جګړه کوي . نو ډیره ستونزمنه ده چې د دغو ډلو ملاتړ کونکي او روزنکي پریږدي چې د دوي تر منځ اړیکي له منځه لاړي شي او یا هم کمزوري شي. له بلې خوا دغو ډلو په خپل منځ کې دومره ژورې اړیکې رامنځته کړې چې یو له بل څخه جلا کول ستونزمن کار دي. اوس چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو په دوام کې دواړه خواوې د یوې موافقې رسیدلو ته نژدي شوي، نو د ملګري ملتونو یو د یو ګزارش په خپریدو سره دا په ډاګه کړي چې د القاعدې شبکه په دي هڅه کې ده تر تر څو طالبانو ته د ډیرو پیسو په واک کې ورکولو سره دغې موافقې ته د رسیدو څخه مخنیوی وکړئ، چې دا په خپله د دواړو ډلو ترمینځ د ژورو اړیکو ښکارندوي کوي. د طالبانو او القاعده تر منځ د اړیکو ژور والي دومره دی چې دوی د یو بل لپاره د ملاتړ کوونکی چتر په توګه کار کوي. دا پدې مانا چې طالبان د پکتیا ولایت په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د روزنې او تجهیز چاپیریال چمتو کوي ترڅو په افغانستان او نورو هیوادونو کې خپل ترهګریز اعمال او ماموریت پر مخ بوځي . د دوي تر منځ اړيکی دومره ژوروالي ته رسیدلي چې هاند طالب مشران له کویټي څخه د بن لادن د زوی د واده په مراسم کې ګډون کوي، چې د القاعده ترهګرې ډلې پخواني مشر وو. د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور او اوسني مشر ملا هبت الله اخند ته ځانګړی درناوی لري او تر هغه حده درناوی کیږي چې کله هم د جګړې، تداکراتو او ورته مسلو په اړه د طالبانو د مختلفو ډلو ترمینځ اختلافات راپورته کیږي نو سمدلاسه ایمن الظواهري د طالب مشرانو په مینځ کې مینځګړیتوب لپاره استازي استوي او په دې وروستیو کې چې د طالب مشرانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو او دوامداره تاوتریخوالي په اړه کوم اختلافات را منځته شوی، همدا القاعده ده چې د هغه د له منځه وړلو لپاره هڅي کوي، همدا رنګه القاعده په افغانستان کې د طالبانو د جګړې د دوام او تمویل لپاره په خلیج کې د خپلو شبکو په واسطه د مرستو په راټولو کې ګټه اخلي ، د دواړو ډلو تر منځ دومره اړیکې ژوري او نه شلیدونکي دي، چې د متحده آیالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د سپټمبر د یوولسمې نیټي له برید وروسته طالبانو ته درې شرطونه وړاندې کړل.
له القاعدې سره د اړیکې پرې کول، د اسامه بن لادن سپارل امریکا ته او بشري حقونو ته درناوی. چې له دغو شرطونو څخه هیڅ یو یې هم د طالبانو لخوا ونه منل شو او اسامه بن لادن تر هغه چې ووژل شو په پاکستان کې د طالبانو او د هغه د ملاتړو تر حمایت لاندې ژوند کاوه ، په حقیقت کې متحده ایالاتو د طالبانو رژیم د دې لپاره نسکور نه کړ چې پر افغانانو باندې ظلم او ستم کوي ، بلکه اصلی دلیل یې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د القاعده کوربتوب وو. نو له همدې امله هر اقدام چې د القاعد سره د طالبانو د اړیکو پرې کول وي یو اشتباه ده ځکه چې طالبانو په ریښتیني توګه نه په عمل کې او نه هم په وینا کې خپلې اړیکي له القاعده شبکي سره ندي شلولي او دا به له حقیقت څخه لرې یوه خبره وي چې طالبان خپلې اړیکي له القاعده سره له منځه یووسي، مګر پرته له دې چې طالبان یې په عمل کې ثابته کړي.
پورته یادوو شویو مواردو ته په کتو سره باید د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې باید له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو له منځه وړل د یو میکانیزم له مخې تر سره شي تر څو د دغو دواړو ډلو تر منځ روابط له منځه یووسي.

Share this page to Telegram

Comments