له افغانستان سره د ایران سوداګري زیاته شوې

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: له افغانستان سره د ایران د غیرنفتي توکو د سوداګرۍ کچه له یو بیلیونو ډالرو زیاته شوې.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې په تېرو څلورو میاشتو کې ایران د یو اعشاریه یوولس بیلیونو ډالرو په ارزښت دوه اعشاریه نولس میلیون ټنه توکي افغانستان ته رالېږلي دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د ایراني توکو د صادراتو لپاره څلورم مقام لري او د صادراتو کچه یې ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.
له دې سره افغانستان بیا د نږدې څلورنیم میلیونو ډالرو په ارزښت توکي ایران ته لېږلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments