له ارزګان الوتنې پيل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: تر دوه کلن ځنډ وروسته د خصوصي هوايي شرکت کام ایر پروازونه پېل شول.
ارزګان کې مسوولین وایي، دا پروازونه د مرکز ترینکوټ د ناامنیو له کبله ځنډیدلي و.
اوس چې په ارزګان کې نسبي وضعیت ښه شوی او د طالبانو پرضد سخت عملیات شوي، د مرکز ترینکوټ امنیت ورسره ښه شوی دی.
مرکز ترینکوټ کې دغه راز د ملکي هوايی ترمینل د هوايي ټاور او اوبو رسولو سیستم پروژې ډبره هم کېښودل شوه چي څه باندي ۸۴ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
ارزګان په جنوب کې یو هغه ولایت دی چې طالبان پکې له پاکستانیانو سره یو ځای د دولت او خلکو پروړاندې جګړه کوي او د زیاتو پراختیایي پروژو مخه یې نیولې ده.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments