لندن کې پر افغان سوله خبرې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – لندن: بل پلو د بریتانیا په کوربتوب لندن کې جوړې شوې غونډه کې د تماس نړیوالې ډلې د افغانستان پر مسایلو او د سولې د روانو هڅو په اړه بحث کړی.
لندن کې افغان سفیر سید طیب جواد ویلي، د تماس نړیوالې ډلې دوره يي غونډې د افغانستان د پرمختګونو، په حکومت کې د اصلاحاتو او له روانو پروګرامونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر نویو ژمنو بحث کړی.
په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان او د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په ګډون د ۲۶ هېوادو استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د منځنۍ او جنوبي آسیا په چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم ګډون کړی وو.
بلخوا د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو هڅو ته په پام سره د سولې عالي شورا په لندن کې د تماس د نړیوالې ډلې ناستې ته خوشبینې څرګندوي او دغه ناسته د سولې خبرو اترو لپاره هیله بښوونکې ګڼي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments