لندن: تراویح مونځ نه په راوتلو کسانو ګادې خیژول شوی ده

comments 0

0 Views

هندوکش – لندن: لندن کې هغه مهال پر مسلمانانو ګادې وخیژول شوه چې جومات ځحه کور په طرف روان ول.
تیره شپه د لندن ښار فینزبري پارک ته څیرمه چې ډیرې مسلمانان پکې ژوند کوي یوه پيښه ترسره شوې چې د پولیسو په وینا یو مشکوک کس یې د پیښې په تور نیولی دی.
پولیس وایي جې د شپې ۱۲:۲۰ بجې دوی ته خبر ورغې چې سمدستي د بیړنیو مرستو ډله استولې وه.
ویل کیږي چې د پیښې خوږ شوي کسان دیړي مسلمانان دي چې له تراویح وروسته مونځ وروسته له جوماته د وتلو په حال کې ول.
پیښې ته نژدې عیني شاهدان وایي چې ، دا سیمه ډېره له ګڼې ګوڼې ډکه وه، ځکه چې لمونځ کوونکي د وتلو په حال کې وو.
پیښې ته نژدې یوې ښځې ویلي دي: “یوه سپینه لارۍ د فینزبري پارک جومات بهر وه او ښکارېده چې له لمانځه وروسته له جومات بهر پر لمونځ کوونکو وروستل شوې وه.
تر اوسه د احتمالي وژل شویو او ټپیانو شمېر نه دی اعلان شوی او دې پیښي مسوولیت چا په غاړه نه دې اخیستي.
د یادونې وړ دې چې تردې مخکې د لندن ښار پر لندن پل یوه ورته پیښه ترسره شوې وه چې ګن شمیر تلفات یې اړولي وو.
محمد حنیف بیدار – لندن

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *