لندن بریدګر پاکستانې ثابت شو

comments 0

0 Views

هندوکش – لندن: یوې سرچینې سره په مرکه کې د لندن پولیس وایې چې بریدګر ۲۷ کلن پاکستاني ځوان دې چې په پاکستان کې زیږیدلې دې.
لندن ښار کې تیره ورځ یو بریدګر ۵۵ عام وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې ځایې پولیس وایې : دې برید کې دوه مهم کسان نیول شوي دي چې یویې پاکستانې ۲۷ کلن ځوان دې او دوهم یې رشید رضوان په نوم ۳۰ کلن مراکشي وګړې دې.
د پولیسو په وینا بریدګر درې کسانه ول چې یو یې د پیښې پر مهال د برید پرځای وژل شوې دې.
پيښه چې لندن ښار کې ترسره شوې وه بریدګرو ۷ تنه ځاې پر ځاې وژلي او ۴۵ تنه یې تپيان کړي دي، د روغتیايې چارو مسولین وایې چې د ۱۸ تنو روغتیایي حالت خراب دې.
د برید پړه داعش واسله والو په غاړه اخیستې او داعش ډلې په خپلو پلویانو ږغ کړې چې د روژې په میاشت کې بریدو لا ګوندي کړي.
د یادونې وړ دې چې ورته برید جرمني او فرانسې کې هم ترسره شوي ول چې ګن شمیر وګرو ته یې درنه مرګ ژوبلې اړولې وه.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply