لغمان کې چاڼیز عملیاتو کامیاب روان دي

comments 0

8 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان حکومتي چارواکي وایي چې د نصرت په نوم پسرلنیو عملیاتو کې شاوخوا ۳۵ لوی او کوچني کلي د وسله‎والو مخالفینو له ګواښه پاک کړي دي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ خبریالانو ته، وویل چې په‎دې عملیاتو کې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره شاوخوا ۲۰ مرکزونه هم چې تر سخت امنیتي ګواښ لاندې وو، خوندي شول.
د نوموړي په وینا: “د علیشنګ اکثریت ساحې پاکې شوې. له هغو ۴۰ انتخاباتي مرکزونو چې ګواښ یې زیات بلل کېده، تقریباً ۲۰ مرکزونه اوس په امن کې دي. یعنې د انتخاباتو تر ورځې به پاتې تهدیدونه هم له‎منځه ولاړ شي.”
یاده دې وي چې په یادو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې یو شمیر غړي وژل شوي او ګن شمیر وسلې او مهمات یې هم لاسته راغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments