لغمان کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

97 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت رسنیز دفتر نه په یوې خبرپاڼې کې راغلي چې تېره شپه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې اړوند په شغالانو سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو خاص عملیات کړي، چې پینځه وسله وال مخالفین په کې وژل شوي او یو تن مشکوک یادو ځواکونو له ځانه سره ژوندی بیولی دی.
دخبرپاڼه پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د یو مشکوک کس نیول کېدو سربېره د وسله والو یو ډیپو هم له منځه وړل شوی دی چې د راکټ مرمۍ، انفجاریه مواد، ریمټونه، ۱۸ پایې ایکام مخابرې، د مخابرو دستګاوې، یو تعداد کلاشينکوفونه، ۳ موټرسایکلونه او نور چادیدونکي توکي په کې شامل ول.
دا په داسې حال کې ده چې د الینګار ولسوالۍ د قصبې او سلینګار په سیمو کې د افغان کومانډو ځواکونو له لوري په روانو عملیاتو کې چې پرون سهار وختي پیل شوي د وسله والو مخالفینو د یو مشهور سیمه اییز قوماندان محب الله مشهور په خیبر په ګدون اووه کسه وسلوال مخالفین وژل شوي او ځیني ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې د کماندو ځواکونو یاد عملیات تردې دمه روان دي او وسله والو ته یې درنه مرګ ژوله اړولې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments