لغمان کې هوایي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان علیشنګ ولسوالۍ مربوطاتو کې بې پیلوټه الوتکې برید ۶ طالبان وژلي او یوولس نور یې ټپیان کړي دي.
ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزی وايي، برید تیره ورځ شوی او وژل شوي او ټپیان ټول طالبان دي.
د یو بل خبر له مخې تیر مازدیګر ناوخته کونړ د یوه ګل دره کې بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات کړي چې د محمد الله په نوم یې د داعش یو قوماندان وژلی او څلور تنه یې بیولي دي.
لغمان کې پر طالبانو هوایي بریدونه زیات شوي چې مهم قومندانان هم پکې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments