لغمان کې هوايي ډګر جوړیږي

comments 0

978 Views

هندوکش – لغمان: ټاکل شوې چې د ختیځ زون په کچه په لغمان کې هوایي ډګر جوړ شي.
د لغمان والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه دغه ولایت ته پلاوی رسېدلی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دغه پلاوی به د سروي پیل لپاره هم کار وکړي.
د مالوماتو له مخې د هوایي چلند د ادارې مشر محمود شاه حبیبي له سفر وروسته به دغه ولایت ته د سروي ډله هم واستول شي.
اوسمهال په ختیځ کې داسې هوایي دګر نشته چې ختیځوال ترې الوتنې وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments