لغمان کې هم د زورواکانو پرضد د ولسمشر له دریځ ملاتړ وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: په لغمان کې د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې د ولسمشر د قاطع دریځ په ملاتړ لاریون وشو
نن په لغمان کې د یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او ښاریانو له خوا د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د قاطع دریځ په ملاتړ پراخ لاریون وشو. لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د هېواد په ټولو وګړو د اساسي قانون د یو شان تطبیق، د موازي حکومتونو د نه منلو او په افغانستان کې د یوې سالمې او واحدې ادارې د ملاتړ نارې بدرګه کولې.
دوی په خپل پرېکړه لیک کې د هېواد په ولسمشر غږ وکړ، چې د اساسي قانون د تطبیق او حاکمیت او دغه راز د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې لا نور کوټلي ګامونه واخلي.
فرهاد شهراني
سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments