لغمان کې موټر پر مټ برید شوې

comments 0

621 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، ددې ولایت د الیشنګ ولسوالۍ ته څېرمه موټر بم برید شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، برید نن سهار شاوخوا شپږ بجې شوی دی. نوموړی وايي برید د ولسوالۍ د دوانۍ ۲۰۰ مترۍ کې امنیتی نظام قرول سره شوی دی.
د دولت زي په خبره تر اوسه د برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي او نه هم کومې ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments