لغمان کې مرګوني ترافیکې پېښه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: ترافیکي پېښه کې ۷ کسه مړه او لس ژوبل شوي دي.
نن سهار د کابل ننګرهار لویې لارې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ سرکونډو بابا سیمه کې دوه موټرې جنګېدلي دي.
د لغمان چارواکي وایي، پېښه د بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې اوه کسان مړه شوي چې د درې کسانو یي هویت نه پيژندل کېږي د لغمان عامې روغتیا روغتون ته او د څلورو نورو هغو جسدونه ننګرهار ته لېږدول شوي دي.
په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون لس کسان ژوبل شوي چې په سیمه کې له لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته لېږدول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments