لغمان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان:ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۱۲ طالبان وژلي .
په ختېځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري ویلي، تېره ورځ افغان ځواکونو دعملیاتو پرمهال د لغمان په علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې ۱۲طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي .
فقیري وایې په عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اووښتی.
د لغمان په ځینو نورو سیمو کې هم د پوځ عملیات پلان شوي چې وسله والې ډلې وځپي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply