لغمان کې طالبانو په یوه راکټي برید ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

2 Views

هندوکش – لغمان: دلغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو دلغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې په یوه راکټي برید کې دماشومانو او میرمنو په ګډون ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دلغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وایي،چې په یاد برید کې دیوې کورنې ۱۲کلن ماشوم وژل شوی او ۶تنه نور یې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو دوسلوالو طالبانو له لوري ترسره شوي بریدونه په سختو ټکو سره غندلي او په طالبانو یې غږ کړی،چې له افغان وژنې لاس واخلئ او تاوتریخوالی پای ته ورسوئ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments