لغمان کې سلګونو میرمنو د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره کړه

comments 0

1 Views

هندوکش ـ لغمان: په لغمان ولایت کې سلګونو میرمنود یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د جمهوریت د دفاع او شته لاسته راوړنو په هدف غږ پورته کړ او له طالبانو یې غوښتنه وکړه، چې نور د افغانانو له وژلو څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
یادو میرمنو په افغان حکومت غږ وکړ، چې په هرقیمت چې کیږي د تیرو شلو کلونو له لاسته راوړنو څخه په کلکه دفاع وکړئ.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د جمهوریت په ملاتړغونډې ترسره شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments