لغمان کې د دولت مخالفې ډلې ۷ غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: بادپخ او علیشنګ ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په نښتو کې د دولت مخالفې ډلې ۷ غړي وژل او څه کم ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په ویب پاڼې کې راغلي چي :« د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې بادپخ او علیشنک ولسوالیو کې اوه لس تڼو ته مرګ ژوبله اوښتې ده».
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ازګان په کفتر خانې سیمه کې ۵ طالب وسله وال مړه او دری تنه نور ټپیان شوي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply