لغمان کې دیني عالمانو په هېواد کې ورستي ترهګریز بریدونه غندلي دي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ لغمان: لغمان کې دیني عالمانو دطالبانو اونورو ترهګرو ډلو له خوا په هېواد کې ورستي ترسره شوي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
دیني عالمان وايي، دخداي په کور بریدونه له خداي سره ښکاره دښمني ده، که وسلوالې ډلې په ځانګړې ډول طالبان له داسې بریدونو لاس وانخلي، ولسونه به یې په وړاندې راپورته شي .
دیني عالمانو دلغمان ولایت دالیشنګ اودننګرهار ولایت هسکې مېنې قربانیانو ته روح ته دعاوې وکړې، او ترڅنګ یې دافغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments