لغمان کې بې وزلو کورنیو ته مرستې وویشل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: لغمان کې بی ځایه شویو او اقتصادي پلوه ستونزمنو کورنیو سره دوه میلیونه او څلور سوه زرو افغانیو نغدی مرسته وشوه.
دغه مرستی د CARE موسسې په مالي لګښت د لغمان ولایت له ۸۷ هغو کورنیو سره وشوې چې د مخالفینو د جنګونو له امله له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوې دي.
دغو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته د لغمان ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د لغمان د کډوالو او ښځوچارو د ادارو رئیسانو او د یادې موسسې استازو په شتون کې وشوې.
د لغمان رسنیز مرکز نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، په برابره شوې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ( ۱۳۷۰۰ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې، څو د کور د اړتیا وړ لومړنیو ضرورتونو ته پرې رسیده ګي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم ننګرهار، هلمند، کندز، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې هغو بی وزلو او بی ځایه شویو کورنیو سره مرستې شوي چې د طالبانو کړنو او وهشتونو له امله بي ځایه شوې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *