لغمان کي د یوکورني پنځه کسه ووژل شول

comments 0

158 Views

هندوکش-لغمان: لغمان ولایت کي پریو کوردها وان مرمی لګیدلي او پنځه کسه يي وژلي دي.
د لغمان د رسنیو دفتر وایي پېښه پرون ماښام ناوخته په الیشنګ ولسوالۍ کې شوې ده. د سرچینې په خبره هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی و، چې په یوه کور کې لګېدلی. په خبرپاڼه کې راځي د پېښې له امله ددغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د لغمان والي آصف ننګ دا د وسله والو طالبانو کار بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خودا معلومه خبر ده چي زمونږ دوطن دښمنان څوک دي اوملکیان څوک وژني دا اول وار نه دي چي طالبانو ملکیان له منځه وړي دي .
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments