لغمان ولایت کې وسلوالو طالبانو ۳تنه ملکي وکړي ټپیان کړي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـــ لغمان: د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ بدیع اباد اړوند سیمه کې وسلوالو طالبانو د ملکي وکړو په یوه کرولا ډوله موټر برید کړی دی، چې په ترڅ کې يې ۳تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تپیان شوي ملکي وګړي د لغمان ولایت سیمه ییز روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوال طالبان د تی رپه څیر سولې ته ژمن نه دي او حتی په ملکي وګړو هره ورځ بریدونه ترسره کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments