لغمان محبس څخه بندیان خوشې شول

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت له مرکزي محبس څخه د جمهور رئیس د ځانګړي فرمان په اساس ۴۳ محبوسین خوشې شول.
د لغمان ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا بندیان د مجاهدينو د بريا ۲۷ تلين په مناسبت ۴ ګڼه فرمان کې خوشې شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، په دغه فرمان کې د لغمان د مرکزي زندان څخه ۴۳ محبوسين راغلي، چې ۳۹ يې لويان او ۴ نور يې اطفال دي.
له ټولو خوشې شوو بنديانو څخه غوښتنه شوې، چې په راتلوونکي کې د جرايمو له ترسره کېدو څخه ځان وساتي، ترڅو د بيا لپاره بنديان نه شي.
د لغمان والي په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ویلي چې، په لغمان کې د محبوسينو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوي او يوازې د بنديانو ازادي سلب شوې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments