لغمان اوسیدونکي : طالبان دې دپردیو په اشاره نور افغانان نه وژني

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: دلغمان اوسیدونکي وايی چې طالبان په افغانستان کې جګړه دپردیو په اشاره مخ ته وړي او بې ګناه افغانان وژني>
دوي همداراز زیاتوي چې دطالبانو دجګړې او تمویل اصلي سرچینه نشه يی توکو تولید دي، او له همدې لارې خپله جګړه توده ساتي>
دلغمان ولسونه وايي چې طالبان په زور سره دخلکو کورونو ته ځي اودعشراو زکات په نوم پیسې تولوي اوبیرته پرې بې ګناه افغانان ووژني،دلغمان ولسونه وايي چې طالبان دې نور دپردیو استخباراتي دسیسو څخه بهر شي او سولې ته دې غاړه کیږي ترڅو دې جګړې ته دپای ټکي کیښودل شي.
یاده دې وي چې څوورځې وړاندې دکابل،خوست ،هرات، کندز،کنړاوسیدونکواوعالمانو هم له طالبانو غوښتي وو، جې سولې ته غاړه کيږدي اوله جګړې لاس واخلي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments