لس ورځو کې به کابل خوندي شي

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پآچا
ولسمشر غني په ارګ کې له لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو سره په ناسته کې د کابل ښار لپاره د امنیتي پلان جوړه شوې طرحه تایید کړه او لارښوونه یې وکړه چې له ټولو امکاناتو دې کار واخیستل شي چې پلان په لس ورځو کې تطبیق شي.
کابل پر کانټیننټل او صدارات څلور لارې له بریدونو وروسته چې له پنځه سوو زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، ځینو سیاسي ترهګرو د رسنیو له لارې ویره خپره کړه چې ګنې کابل کې خلک ویریږي او ډیر خلک د کار او چکر لپاره نه راوځي.
خو اصل کې داسې نه ده، ځکه ځانمرګي بریدونه په ټوله نړۍ کې کیږي چې هیڅ جګړه نه لري او افغانستان چې له کلونه جګړه لري او لا یې هم امنیتي، دفاعي او استخباراتي دستګاوې د رغولو په حال کې، دا ډول بریدونه پکې دښمن کولای شي، هغه هم داسې ځآیونو کې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.
په رښتیا هم بریدونو د خلکو په رواني اړخ زیات اغیز کړی او روان یې ورته زیانمن کړی، خو داسې هم نه ده چې ګنې کابل کې دې خلک له کوره نه وځي او د بریدونو له ډاره دي کورونو کې کیني.
تاسو به اوریدلي وي چې له دې بریدونو وروسته څو ځل ترهګرو په تبلیغاتو سره داسې اوازه ګډه کړه چې ګنې کابل ښار کې نور ځانمرګي شته چې د بریدونو احتمال یې زیات کړی دی، خو اصل کې داسې نه وه، افغان کشفي او استخباراتي ارګانونه شپه او ورځ کار کوي چې افغانان خوندي کړي او بریدونه شنډ کړي.
د مو لیدل چې کابل ښار کې یو ټانکرموټر چې چاودیدونکي توکي پکې و، ونیول شو، دغه راز د ښار په نورو برخو کې بیلابیل شکمن او تورن کسان ونیول شول چې اوس تر پوښتنو لاندې دي او د احتمالي بریدونو ډاډ حاصل شو چې نه کیږي.
اوس چې کابل ښار کې خلک په رواني لحاظ چاودنو او د بهرنیو استخباراتو او داخلي دښمن اوازو رواني زیانمن کړي، امنیتي ارګانونو د کابل ښار د خوندیتوب لپاره یوه طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې چې څنګه کیدای شي امنیت خوندي او خلک ډاډه شي.
دا طرحه به په راتلونکو لسو ورځو کې تطبیق شي او په تطبیق سره به یې د لویو ممکنه بریدونو مخه ونیول شي او د ځینو کسانو هغه اوازې به دروغ ثابتې شي چې وایي افغان ځواکونه د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
د طرحې جزیات تراوسه نه دي شریک شوي، خو امنیتي ادارو ډاډ ښودلی چې په دې طرحه کې ټول هغه موارد شامل دي چې په اساس یې ځانمرګي نه شي کولای په اسانۍ ښار ته وسلې او مهمات دننه کړي او لوی بریدونه وکړي.
خو دلته د یو څه یادوونه چې ضروري ده، هغه دا چې د کابل ښار امنیت په یواځې ځان پولیس هم نه شي خوندي کولی، په دې برخه کې باید خلک خپل مسوولیت وپيژني او ادا یې کړي.
د خلکو مسوولیت دا دی چې ترهګر په همدې ښار کې ځای نیسي او له څو شپو او ورځو پلان وروسته په مشخص ځای برید کوي، خو خلک د دې لپاره چې خپل مسوولیت نه ادا کوي، پولیسو ته د شکمنو کسانو په تړاو مالومات نه ورکوي.
که د خلکو همکاري له پولیسو سره زیات شي، نو هیڅ بریدګر نه شي کولای چې هدف ته ورسیږي او هیڅ بریدګر به د هیچا وینه توی نه شي کړلی، دا خبره سمه نه ده چې هر څوک خپل مسوولیت هیر کړي او ووايي چې زما یې څه دا کار د پولیسو دی، دا سمه ده چې د پولیسو دی، خو پولیس به څوک خبروي، که نن دې د کورنۍ د یو غړي وینه په برید کې تویه نه شوه او سبا ستا وار دی، ځکه دښمن دېته نه ګوري چې دا څوک دی او هغه څوک دی، دښمن یواځې حساب برابروي او داسې ځای چاودنه کوي چې زیات خلک په غم کړي.
نو د کابل ښار د نوي امنیتي پلان لپاره ډيرې هیلې شته، خو په دې برخه کې د خلکو همکاري هم ضروري ده چې څنګه کیدای شي له پولیسو سره خپل هغه مالومات شریک کړي چې ځینې مشکوک ځایونه او مشکوک کسان ورمالوم وي.
دښمن د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او د غچ اخیستو لپاره یې ښارونو ته مخه کړې چې خپل زور په ملکي وګړو و ازمايي، خو امنیتي ارګانونه کار کوي، چې د دښمن دا لارې هم بندې کړي چې په لویو ښارونو کې په بریدونو کولو هم و نه توانیږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply