لدې وروسته به روباټونه کرکیله کوي!

comments 0

1 Views

الفابیټ ایکس کمپنۍ، چې له ۲۰۱۸ م کال راهیسې یې د کرنې د کیفیت د لوړولو لپاره له مصنوعي ذهانت څخه د کار اخیستلو هلې ځلې پیل کړې وې، بالاخره یو روباټ جوړ کړ.
الفابیټ ایکس د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرنې لپاره یې یو ځیرک روباټ جوړ کړی دی.
په دې روباټ کې راز راز ساوفټویرونه او نور وسایل نصب دي چې د مصنوعي ذهانت، یو شان کولو، چاپېریال پېژندنې او په نورو برخو کې زیاتې وړتیاوې لري.
په روباټ کې ډول ډول سینسورونه هم نصب دي.
د الفابیټ له لوري دا جوړ شوی روباټ په لمریزه انرژۍ کار کوي، په کروندو کې د تېرېدو په مهال هر کرل شوی بوټی څاري چې وده یې څنګه ده او ایا ناروغي یا افت خو به نه لري. دا کار په روباټ کې د نصب شویو سینسورونو او کمرو په مرسته کېږي.
دا څلور ټایره روباټ د خپلو پرېکړو او څېړنو د دقت لپاره د سپوږمکۍ له معلوماتو، د هوا له وړاندوینې، د خاورې په اړه له راټولو شویو معلوماتو او مصنوعي ذهانت څخه کار اخلي.
دا روباټ کروندګرو ته د کرنې د اصولو او د ښه حاصل د اخیستلو چلونه هم ښيي.
د الفابیټ روباټ په کروندو کې دوا هم پاشلی شي.
هندوکش

Share this page to Telegram

Comments