لاریون کوونکو د کونړ ـ جلال اباد لار وتړله

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: د نورګل اوسیدونکي پر خپل ولسوال محمد ولي خدام غصه دي چې په خبره یې له کابو ۷ کالو راهیسې د پام وړ کار نه دی کړی.
د لاریون کوونکو بل شکایت د ولسوالۍ د پوهنې په اداره وو چې په خبره یې اخلاقي فساد په کې زیات شوی دی.
د انجونو په لیسه کې د نارینه مدیر ټاکل بله هغه موضوع وه چې د خلکو غصه یې راپارولې وه.
له بل پلوه ولسوال وایي، لاریون کونکي د جلال اباد نورګل دلارې موټر چلونکي دي او ددې لپاره یې لاریون کړی چې د نجونو د ښونځي مخکې جوړه کړې اډه یې بدله شوې
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments