لاریونونو سوداګرو ته 14 ملیونه دالره تاوان اړولې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : په ښار کې لاریونونو او اعتراضي غونډو افغان خصوصي سکتور ته در ورځې دوه ملیونه دالرو تاوان اړولې دې.
کابل کې د له خونړې برید وروسته یو شمی رکسانونو لاریونونه پیل کړي ول چې د تحصن خیمې هم په ځینو لارو او سرکونو کې درولي ول.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي، د تحصن خیمو له امله کابل ښار کې تګ راتګ ستونزمن شوی او سوداګریزې چارې یې زیانمنې کړې دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګري خونه وایي چې په کابل ښار کې د لارو د بندیدو له امله افغان سوداګرو او هټیوالو ته هر ورځ دوه میلیونه ډالر زیان اوړي. د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي ویلي، چې د سوداګرو پلور او پېر ولاړ دی او د لارو د بندیدو له امله نشي کولی خپل سوداګریز توکي مارکېټ ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې تحصن کوونکو له حکومته غوښتي ول چې امنیتي سکتور کې بدلون راوړي او امنیتي ځواکونو مشران دې بدل کړي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply