لاجوردو لار باندې نور موټر حرکت ته چمتو دي

comments 0

130 Views

هندوکش – کابل: په سوداګریزو توکو بار ځینې موټر چمتو دي چې د لاجوردو په لار حرکت وکړي، خو که یې ستونزې حل شي.
ستونزې یې دا دي چې پر دغه لاره د پرتو هېوادونو ویزې او روډپاسونه په سختۍ ترلاسه کېږي.
سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې باید د لاجوردو پر لار د افغان سوداګرو او بار وړونکو موټرو د ستونزو حل ته پام وکړي.
د دغې لارې د پرانېستې په لومړۍ ورځ پر افغاني محصولاتو او تولیداتو بار ۹ موټره چین او ترکیې ته روان شول.
ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په هرات کې د لاجوردو لاره پرانېسته.
د لاجوردو لار چې په تېر کې د ورېښمو لار بلل کېده، له هرات د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته او له هغه ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي.
افغان سوداګر وايي، له دې لارې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي او بېلا بېل نور افغاني تولیدات او محصولات اروپايي هېوادونو او نړیوالو بازارونو ته صادروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments