قومي مشران او مدني فعالان: وسله وال طالبان دي په لوی اختر کي اوربدن اعلان کړي

comments 0

17 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند قومي مشرانو او مدني فعالینو په لوی اختر کي له وسله والو طالبانو د یوه لاریون په ترڅ کي د اوربند غوښتنه وکړه او پر وسله والو طالبانو یې ږغ وکړ، چي د سولي د خبرو په درشل کي د ولسي وګړو له وژني او خونړیو بریدونو ډډه وکړي.
دوی وسله وال طالبان تورن کړه، چي په وروستیو کي یې د ولسي وګړو وژني ته زور ورکړي، په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کي د ولسي وګړو په منځ کي ډله ایز ځانمرګي بریدونه کوي، چي له امله یې سلګونو ولسي وګړو ته مرګژوبله اووښتې ده.
د هلمند لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالینو او ولسي وګړو د یوه لاریون په ترڅ کي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چي د لوی اختر په مناسبت اوږدمهاله او تل پاتی اوربند اعلان کړي، څو د اختر د خوښۍ ورځي ولسي وګړي په ډاډه زړه ولمانځي.
لاریون کوونکي زیاتوي وسله وال طالبان هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا نه لري، ځکه د دوی په وروستیو خونړیو بریدونو کي په سلګونو ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي او یو شمیر نور مدني فعالین وایي: وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول د اوربند او سولي په برخه کي د زرګونو ولسي وګړو غوښتنې رد کړې، خو دا ځل یې هیله دا ده، چي وسله وال طالبان به د ولسي وګړو د اوریند غوښتني ته درنښت وکړي.
دوی زیاتوي د رواني جګړې پر مهال یوازي قرباني بې ګناه افغانان ورکوي، د دغه ډول خونړیو چاودونو پر مټ وسله وال طالبان په هیڅ صورت خپلو ناوړه او وژونکو موخو ته نه رسیږي.
ددې لاریون په ترڅ کي یو شمیر قومي مشرانو وویل: جګړه د افغان کشالي د حل لاره نه ده، بلکي افغانان د سوله ایزو هڅو پر بنسټ د خپلي ټولني د بقا او رفا لپاره په ښه ډول کار کولای شي.
دغه قومي مشران زیاتوي وسله والو طالبانو په خپلو خونړیو بریدونو کي په زرګونو ولسي وګړي وژلي دي او لا هم د ولسي وګړو وژني ته دوم ورکوي، په داسي حال کي طالبان په ټولنه کي ځای نه لري او د ولسي وګړو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
دغه قومي مشران له وسله والو طالبانو غواړي، چي د لوی اختر په مناسبت سرتاسري اوربند اعلان کړي، څو افغانان وکولای شي، چي د اختر دغه ورځي په خوښۍ او خوشالۍ سره ولمانځي.
د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د هلمند د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالینو له لوري د وسله والو طالبانو روانه جګړه غندل شوې، خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله د جګړې د پای ته رسولو او د ولسي وګړو غوښتنو ته درنښت نه دی کړی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments