قومي شوراګانو طالبانو ته د حکومت د سولې له وړاندیزه ملاتړ وکړ

comments 0

864 Views

هندوکش – کابل: د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يو زيات شمېر قومي مشرانو او د شوراګانو استازو طالب ترهګرو ته د افغان حکومت د سولې له وروستي وړاندیزه ملاتړ وکړ.
د قومي شوراګانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي:«په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي ګل اغا شېرزي، د جرګو او قبایلي چارو د معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د وزارت د سلاکارانو، رئیسانو، د ګڼو قومي شورا ګانو د استازو، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانواو د رسنیو د استازو ترڅنګ، د وزیرو قومي شورا د مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو ګډون درلود.»
د خبرپاڼې پر بنسټ:«په غونډه کې ویناوالو د افغان ولسمشر لخوا د سولې لپاره د وړاندې شوې طرحې ملاتړ و کړ او دغه طرحه یې د هېواد په خیر وبلله.»
ویناوالو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت څخه په قبایلي سیمو کې د میشتو قومونو د ستونزو د حل او د سولې او امن د ټینګښت غوښتنه وکړه
قومي مشرانو او د قومي شوراګانو استازو په خپلو خبرو کې د سولې له طرحې او اقتصادي پروګرامونو څخه د غوڅ ملاتړ تر څنګ په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ
غونډه د یوه پرېکړه لیک او دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments