قومندان زمری په اته کاله بند محکوم شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو مخکینی قوماندان زمری پیکان چې په وژنو او له وظیفې په ناسمه استفاده تورن و، محکمې مجرم وپيژنده او په اته کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شو.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تېره ورځ د پیکان او د هغه د زوی په غیاب کې خپله پرېکړه اعلان کړه.
زمري پيکان ته محکمې د سهرام په نوم د پولیسو محصل د وژلو، له دندې د ناسمې ګټنې او د غلار په تور ورته سزا واوروله.
له زمري پیکان سره په جرم کې د هغه زوی او اته نور کسان هم شریک وو، چې ځینې یې نغدي جریمه، ځینو ته برات او یو شمېر نورو ته سزا واورول شوه .
د مقتول د کورنۍ غړی ګلداد نظامي چې د کابل د چاراسیاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، زمری پیکان که څه هم له دندې ګوښه دی، خو بیا یې دولتي موټر له ځانه سره ساتلي او نږدې دوه سوه پولیس یې ساتنه کوي.
د زمري پیکان زوی دویم څارن مختار چې کورنیو چارو وزارت کې دنده درلوده او د قتل په قضیه کې شریک ګڼل کېږي او اوسه هېواده بهر په فرانسې هېواد کې دی عدلي او قضايي مرکز یې د نیولو امر وکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply