قومندان انس په برید کې ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا امنیه قوماندان وايي، په مټاخان ولسوالۍ کې د طالبانو د یو مشهور قوماندان انس په ګډون څلور طالبان دبې پیلوټه الوتکي په برید کې وژل شوي.
مل پاسوال محمداعظیم هاشمي وايي، دا طالبان تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې د پکتیکا ـ پکتیا پر لویه لار د مټاخان اړوند سورکۍ سیمه کې وژل شوي.
هاشمي وايي، انس د طالبانو هغه قوماندان وو چې د پکتیکا ـ پکتیا پر لویه لار به یې ترهګریز فعالیتونه کول او لاره یې نا امنه کړې وه.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply