قول اردو ګانو ته د ولسمشر لارښوونه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر امنیتي ځواکونو ته د ستور ورکړی چې د ټولو قول اردوګانو د غوښې مصرف لپاره د کوچیانو مالومه په مناسبه بیه واخلي.
ولسمشر تیره ورځ ارګ کې د کوچیانو له استازو او د هرات، بادغیس، جوزجان، فاریاب له قومي مشرانو سره ولیدل.
کوچیانو د نورو ستونزو ترڅنګ د وچکالۍ له امله د خپلو څړځایونو له کمېدو او اقتصادي کمزورتیا شکایت کړی دی
د ارګ خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر کوچیانو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د اقتصادي ملاتړ لپاره به امنیتي ادارې تر دې وروسته د کوچیانو مالونه په مناسبه بیه اخلي.
ولسمشر ویلي،د څړ ځایونو په تړاو د ستونزو حل تقریباً یوکال وخت غواړي، خو ژمنه یې کړې چې د مالدارۍ له پیاوړي کېدو سره د مرستې لپاره به د ترکمنستان له ولسمشر سره خبرې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments