قطر کې د سولې خبرې نن یوځل بیا پیلیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ویلي چې، هیله مند دی چې نن په مهمو مسایلو لا زیات پرمختګ وشي.
نوموړي ویلي، په هغو مسایلو چې بحث پرې کېږي، له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور راتلونکی، د افغانانو تر منځ خبرې او اوربند دي.
نوموړي زیاته کړې چې، په دې ټولو برخو کې پرمختګ شوی، خو ځیني ټکي لا شته چې بحث به ور باندې وشي. خلیلزاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې تر ټولو دورو ډېرې ګټورې بللي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments