قطر: په افغانستان کي تاوتریخوالی کچه راټیټه شي

comments 0

3124 Views

 

هندوکش _ قطر: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی ددې پلویان دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.

د سرچینې په وینا په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی باید ژر تر ژره راکم کړل شي او جګړې دې ختمې شي.

قطر په لغمان ولایت کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی.

تېره ورځ په لغمان ولایت کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه.

دې مسئلې ګڼ غبرګونونه راوپارول او وغندل شو

قطردا څرکندوني په داسی حال کي کوی چي طالب مشرانوته يي په خپل هیواد کي ځای ورکړی.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments