قطر د سولې ملاتړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – قطر: د قطر امیر شیخ تمیم د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی.
د جرمني په مونیخ ښار کې د قطر امیر شیخ تمیم ولسمشر محمد اشرف غني ته ویلي، د افغان حکومت په مشرۍ د سولې ملاتړ کوي.
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د لویې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شي.
دواړو مشرانو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو تفصیلي خبري کړي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments