قزاقستان له افغانستان سره 3300 ټنه وړه مرسته کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – قزاقستان: قزاقی رسنۍ ریپورت ورکوي چې قزاقستان د هر ارخیزو همکاریو په لړ کې افغانستان ته 3300 ټنه وړه افغانستان ته انتقال ورکوي.
د رسنیو په وینا،له قزاقستانه د ریل په پنځوس ډبو کې وړه د افغانستان لور ته بار شوي او ډیر ژر به افغانستان ورسیږي.
دا ځل دا وړه له نوې لارې چې له ترکمنستانه تیریږي او افغانستان ته رسیږي، انتقالیږي.
دا لاره څه باندې درې نیم زره کیلومتره اوږده ده چې د قزاقي چارواکو په وینادا نوې لار تر پخوانۍ یوې نژدې دوه نیم برابره لنډه ده.
افغانستان به پخوا ډیر غنم او وړه له پاکستانه واردول خو اوس یې د غنمو او وړو په برخه کې ډیره تکیه پر قزاقستان ده.
قزاقستان د افغانستان ترڅنګ، ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم غنم صادروي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments