قزاقستان د مسکو په ناسته کې خپل ګډون تایید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – قزاقستان: قزاقستان منلې چې د افغانستان سولې په تړاو د مسکو په کېدو کې غونډه کې به ګډون کوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایبیک صمدیاروف ویلي، هېواد به یې په همدې موخه مسکو ته یو هیئت واستوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی به په دغه هیئت کې شامل وي.
قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان د مرکزي اسیا هغه هيوادونه دي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو د همکاریو هڅه کوي.
د ازبکستان ځانګړی استازی چې کابل ته راغلی و، ډاډ وښود چې د افغان سولې پروسې د بریا لپاره به اسلام اباد سره خبرې وکړي چې همکاري وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments