قزاقستان، افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني استانه کې د ساینس او تکنالوجۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غوندې په څنده کې د قزاقستان جمهور ریس سره وکتل.
ارګ نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي: د افغانستان او قزاقستان ولسمشرانو د همکاريو پر پراختيا د ټينګار ترڅنګ د قزاقستان لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان د پوځي تجهيزاتو په ترميم کې به همکاري وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان له قزاقستان سره پخوانۍ اړیکې لري او دغه اړیکې به لا پراختیا ومومي.
یاده دې وي چې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې : د قزاقستان ولسمشر پر زیاتو ټرانزیټي او تجارتي همکاریو د ټینګار پر مهال په دې اړه د دوه اړخیز پلاوي د ټاکلو غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې له ازبکستان څخه قزاقستان او چین ته د غځېدلې اورګاډي کرښې کارونه باید هراړخیز او ګډ ترسره شي.
هغه وویل، دواړو هېوادونو د ټرانزیټ په برخه کې ښه پرمختګونه کړي چې په سیمه کې به بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.
د خبرو په پایه کې ولسمشر غني له قزاقستانه وغوښتل چې افغانستان سره د پوځي تجهیزاتو د ترمیم په برخه کې همکاري وکړي چې د قزاقستان ولسمشر لخوا ومنل شوه.
د یادونې وړ دې چې تردې وړاندې په بیلابیلو برخو کې قزاقستان د افغانستان ښه اقتصادي او ترانزیتي ملګرې پاتې شوې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *