قریشی: دافغانستان مسله کشمیرپوری تړلي ده

comments 0

7294 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي ،په دې باید سترګې پټې نه شي چې په افغانستان کې امنیت د پاکستان د پولو له خوندیتوب او د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی.
دده په خبره پاکستان هڅه کوي چې په خپلو سرحدي سیمو کې نا امنۍ او ناخوالې ختمې کړي نو ځکه نور هم باید په دې پوه شي چې د کشمیر امن کېدل د افغانستان امن کېدل دي.
پاکستان تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې دي او موخه یې دا ده، چې که امریکا او نور هېوادونه د کشمیر په مسئله کې همکاري کوي نو دوی هم د افغانستان د جګړې په ختمولو کې خپله مرسته کوي. پاکستاني وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې وړاندې عمران خان له امریکا سره د افغان سولې په باب هر اړخیزې ژمنې کړې او وایي چې دلته به د جګړې په ختمولو کې همکاري کوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments