قریشي: د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري

comments 0

224 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان ستونزه هیڅ پوځي حللاره نه لري او که چېرته د امریکا او طالبانو تر منځ په ټپه ولاړې خبرې بېرته پیل نه شي نو د دې هېواد وضعیت نور هم خرابېدلی شي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي، د افغان شخړې د هواري لپاره د خبرو بیا پیل ته اشد ضرورت دی او که چېرته داسې ونشي نو په دې هېواد کې به ستونزې لا ډېرې او امنیت به یې لا خراب شي.
قریشي دغه راز ټینګار کړی دی چې د افغانستان ستونزه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. نوموړي دا خبرې په نیویارک کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر لیدنې وروسته په یوه مرکه کې کړې دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments