قانون د ټولو لپاره / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د جمعې په ماښآم یوه ډله وکیلان چې د کابل ښار له ختیځ پل چرخي څخه د ښآر پر لور روان و، د کابل ګمرک سره د ځانګړو پولیسو د پلټنې په ځای برابر شوي و، ځانګړو پولیسو د پلټنې غوښتنې کړې، خو وکیلانو دا د ځان سپکاوی بللی او ویل کیږي چې د یو وکیل ساتونکي په پولیسو مرمۍ هم تېره کړې چې بیا د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
هر ځل چې ځانمرګی او یا وسله وال برید وشي، ټول وکیلان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ملامت کوي چې ځانمرګي زرهي د تورو ښيښو موټرو کې راځی او باید مخه یې ونیول شي، خو بیا همدا وکیلان چې زرهي تورو ښيښو موټرو کې ګرځي تلاشي نه ورکوی.
ښکاره خبره ده چې که وکیلان د زرهي موټرو په تړاو شک لري، نو زرهي موټر خو هر څوک نه لري، همدا د ملي شورا غړي او چارواکي دی چې زرهي موټر لري، نو اړتیا ده چې لومړی د وکیل او چارواکي موټر وپلټل شي.
د پولیسو او وکیلانو د جنجال په اړه عینی شاهدانو رسنیو سره خبرو کې وکیلان ملامت کړي چې د تلاشۍ ته نه دریدل او پولیسو ورسره قانوني چلند کړی دی.
هغو وکیلانو موټر چې اسناد یې نه درلودل، پوښتنه ترې شوې، چې اسناد یې نه درلودل موټر ترې درول شوي دي، هغو وکیلانو ساتونکو وسلو چې جواز نه درلود، ترې اخیستل شوي او دا د پولیسو حق دی.
قانون باید لومړی په مقننه قوه تطبیق شي، وکیلان د خلکو استازي دي او باید د خلکو د رواني د ګډوډلو لپاره وسلې او زیات موټر و نه ګرځوي، وکیلان چې د خلکو استازي دي، باید د خلکو په څېر په ځان هم قانون تطبیق کړي.
هیڅوک تر قانون پورته نه دی او هیڅوک حق نه لري چې د تورو ښيښو موټرو کې وګرځي او یا ناقانونه وسله وال له ځان سره وګرځوي.
وایي چې غل نه یې له پاچا مه ډاریږه، تاسو به د رمضان بشردوست خبرې اوریدلي وي، چې که وکیلانو کې کار نه وي، نو ولې پولیسو ته تلاشي نه ورکوي، خو حتما په وړو کې یې شګه شته دی، ځکه پولیسو ته تلاشي نه ورکوي.
پولیس څه پوه شي چې د موټرو دننه څوک دي او څه کاره دي، نو پولیس حق لري چې د ښاریانو د امنیت لپاره مشکوک موټر چې اسناد نه لري، وسله وال پکې سپاره وي، خو وسلې جواز نه لري، پوښتنه وکړي.
له نیکه مرغه د شنبې په ورځ ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو پراخ ملاتړ شوی او وکیلان ملامت بلل شوي چې ولې ځانونه تر قانون لوړ ګڼي .
د خلکو ملاتړ له پولیسو څخه پولیسو ته لا ډيره انرژي ورکوي، چې د هغو کسانو پروړاندې جدی چلند وکړي، چې ځانونه له قانون لوړ ګڼي.
اوس د قانون ماتوونې وخت تللی دی، اوس د دې وخت دی چې ټول ځانونه قانون ته تسلیم کړی، ملت له قانون ماتوونکو په تنګ راغلی او نور نه غواړي چې خلک یې په سرنوشت لوبه وکړي.
د وکیلانو او پولیسو په قضیه کې وکیلان ملامت او پولیس سلامت د ملت له خوا قضاوت شوی دی، ملت له ټولې قضيي خبر دی او په دې تړاو یې خپله پریکړه کړې چې ټولو ولیدله.
ویښ ملتونه هیڅکله نه خواریږي، موږ چې خوار و، ویده و، خو اوس چې ویښ شوي یو هیڅکله به خوار نه شو.

Share this page to Telegram

Comments