فېسبوک په پاکستان، روسیه او امریکا کې سلګونه جعلي اکانټونه تړلي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ امریکا: فېسبوک وایي، تېره اګست میاشت یې په پاکستان، روس او امریکا کې یې له خپلې پاڼې د جعلي اکاونټونو درې شبکې لیرې کړي دي. فېسبوک غواړي له خپلې پاڼې هغه ټول اکانټونه ایسته کړي چې د جعلي خبرونو په خپرولو سره ولس اغېزمنوي.
د امریکا د ټولنیزي میډیا ادارې فېسبوک د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ویلي، په روسیه کې یې د هغه ۱۳ فېسبوک اکاونټونو او دوو پاڼو یوه وړه شبکه له منځه وړي چې وړاندې د انټرنیټ څېړنې ایجنسۍ سره تړلي کسان ول. پاکستانۍ لیرې کړې شبکه ډېره لویه وه چې پکې د فېسبوک۴۵۳ اکاونټونه، ۱۰۳ پاڼې، ۷۸ ګروپونه او دغسې د انسټګرام ۱۰۷ اکاونټونه شامل دي.
په عین حال کې فېسبوک ویلي، د امریکا هغه شبکه چې دوی له منځه وړې، د سټراټیژیکي مواصلاتو واشنګټن مېشته ادارې سي ایل ایس سره اړه لري. په دې شبکه کې د فېسبوک ۵۵ اکاونټونه، ۴۲ پاڼې او دغسې د انسټګرام ۳۶ اکاونټونه شامل دي. له پاکستانه چلېدونکي اکانټونه او پاڼې پر هند او پاکستان راڅرخېدل.
فېسبوک په همدومره موده کې په ټوله نړی کې ۱۰۰ شبکې له منځه وړي دي.
فېسبوک کمپني د انسټاګرام او واټس اېپ ملکيت هم لري.
د سټېټيا ډاټ کام ويبپاڼې ترمخه د روان ۲۰۲۰ز کال تر جولای پورې په پاکستان کې د فېسبوککارونکو شمېر ۳۸ ميليون وه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments